د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۰۰ زیانمنو کورنیو ته نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې
د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د پاملرنې موسسې په ملاتړ، د دې ولایت د څمکنۍ ولسوالۍ په مندوخیل سیمه کې د وروستیو هوایي بریدونو له امله ۱۰۰ زیانمنو کورنیو ته نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې د مسؤلینو په شتون کې له سروې وروسته، هرې کورنۍ ته د حفظ الصحې یو کېټ او ۱۷۰ ډالر ووېشل شول، چې په ټولیز ډول ۱۷٫۰۰۰ ډالر د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړي شوي وو.
د مرستو ترلاسه کوونکو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او د پاملرنې موسسې څخه د مرستو پر وخت د وېش په پار مننه او قدرداني وکړه.
