د نیمروز ولایت په زرنج ښار کې د ویالو او کانالونو د پاکولو پروژې دویم پړاو پیل شو

rahyab
Tue, Jul 14 2026 12:14 PM
تصویر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د زرنج ښار د ویالو او کانالونو پاکولو د پروژې دویم پړاو پیل کړ. د یادې پروژې لومړی پړاو تر دې وړاندې په بریالیتوب سره بشپړ شوی و.

دغه پروګرام د ښاري حفظ الصحې د وضعیت د ښه والي، د چاپېریال د ککړتیا د مخنیوي، د اوبو د ډنډېدو او احتمالي سېلابونو د خطر د کمولو او د ښاریانو لپاره د پاک او سالم چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، د زرنج ښاروالۍ ریاست په همکارۍ د پلي کېدو په حال کې دی. په دې پړاو کې، د ښار د ننه ویالو ترڅنګ، له لشکري نهر څخه زرنج ښار ته د اوبو لېږد کانالونه هم پاکېږي.

د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلینو وویل، د ویالو او کانالونو پاکول د ښاري وضعیت په ښه والي، د اوبو د جریان په اسانتیا، د سطحي اوبو د راټولېدو په مخنیوي، د بد بوی په کمولو، د ناروغیو په مخنیوي او د ښاریانو د روغتیا د کچې په لوړولو کې مهم رول لري.

همدارنګه، د دې پروګرام پلي کېدل د ښار په ښکلا، د ښاریانو د رضایت په زیاتوالي او د زرنج ښار لپاره د مناسبې ښاري څېرې په رامنځته کولو کې هم اغېزناک تمامېږي.

Latest news

Sun, Sep 13 2026 10:46 AM
Background image

An MoU on Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and the Humanitarian Organization for the People of Afghanistan

Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, received Engineer Pamir Safi, Deputy for Projects of the. . .

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .