د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د زرنج ښار د ویالو او کانالونو پاکولو د پروژې له کار څخه څارنه وکړه
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څارونکي پلاوي د زرنج ښار د ویالو او کانالونو پاکولو د پروژې له روان کار څخه لیدنه او څارنه وکړه.
د دغې څارنې پر مهال، د پروژې د کار پرمختګ، د پلي کولو کیفیت او د کارکوونکو د فعالیت څرنګوالی وارزول شول. د ارزونې پایلې ښيي چې پروژه د ټاکل شوي پلان له مخې په منظم ډول روانه ده او د اوبو د لارو پاکولو ترڅنګ یې یو شمېر اړمنو کورنیو ته د لنډمهاله کاري فرصتونو زمینه هم برابره کړې ده.
څارونکي پلاوي د پروژې د منظم پلي کولو پر دوام او د اجرااتو د کیفیت پر ساتلو ټینګار وکړ.
