د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په ګلتپه ولسوالۍ کې د چونتپه کانال د پاکولو پروژه پیل کړه
د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د اوبو د سرچینو د اغېزمن مدیریت او د کرنې سکټور د ملاتړ په موخه، د دې ولایت په ګلتپه ولسوالۍ کې د چونتپه کانال د پاکولو پروژه پیل کړه.
په دې پروژه کې د ۵ کیلومتره په اوږدوالي او ۶ متره پلنوالي یو کانال پاکېږي، چې د سیمې د اوسېدونکو په وړاندیز او د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، محترم مولوي شفیقالله جواد، د ټولګټو رئیس، د ګلتپه ولسوالۍ مسؤلینو او د سیمې د یو شمېر مشرانو او اوسېدونکو په شتون کې یې د پرانیستې مراسم ترسره شول.
محترم مولوي شفیقالله جواد د پروژې د پرانیستې پر مهال وویل، چې د دې پروژې اساسي موخه زرګونو جریبه کرنیزو ځمکو ته د اوبو رسول او په سیمه کې د اوبو د کمښت له امله د رامنځته شویو ستونزو کمول دي.
هغه زیاته کړه، چې د دغې پروژې په پلي کېدو سره د سیمې ۱۰۰ تنو اوسېدونکو ته د ورځې د کار زمینه هم برابره شوې ده. چې «د کار په بدل کې د خوړو» پروګرام له مخې، هر کارګر ته هره ورځ ۱۴ کیلو غنم ورکول کېږي، چې د ۱۴ ورځو په موده کې به هر کارګر ته ۱۹۶ کیلو او په ټولیز ډول به ۲۷,۴۴۰ کیلو غنم کارګرو ته ووېشل شي.
په پای کې، د ګلتپه ولسوالۍ اوسېدونکو د دغې پروژې له پیل څخه خوښي څرګنده کړه او د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه یې د خلکو اړتیاوو ته د پاملرنې او د دې پروژې د پلي کولو له امله مننه وکړه.
