له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د ولایتي ریاستونو پېښو ته د رسېدنې آمرینو لپاره تخنیکي او مسلکي روزنیز پروګرام ترسره شو
نن ورځ د شنبې په سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د کارکوونکو چارو ریاست، د مرکزي اړوندو ریاستونو په همغږۍ، د ولایتي ریاستونو پېښو ته د رسېدنې ۳۴ تنو آمرینو لپاره تخنیکي او مسلکي روزنیز پروګرام ترسره کړ.
دغه روزنیز پروګرام له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د کارکوونکو چارو رئیس، محترم مولوي محمد عابد نعماني، د اړوندو برخو د آمرینو او یو شمېر کارکوونکو په شتون کې، د ولایتي آمرینو د علمي، تخصصي او مسلکي ظرفیتونو د لوړولو په موخه ترسره شو.
د پروګرام په پیل کې، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د قرآن کریم د مبارکو آیتونو او نبوي احادیثو په رڼا کې د علم د زده کړې، د ظرفیت لوړونې او د کاري مهارتونو د پیاوړتیا پر ارزښت ټینګار وکړ. نوموړي له ګډونوالو وغوښتل چې له دې روزنیز فرصت څخه په غوره توګه ګټه واخلي او د خپلې پوهې او مهارتونو په لوړولو سره خلکو او هېواد ته لا اغېزمن، معیاري او باکیفیته خدمتونه وړاندې کړي.
محترم ترابي صاحب زیاته کړه چې د مسؤولیتونو سپارل باید د وړتیا، تخصص، ژمنتیا او امانتدارۍ پر بنسټ ترسره شي او مسؤولین هم خپلې دندې د مسؤولیت احساس، صداقت او بشپړ اخلاص سره ترسره کړي.
د غونډې په پای کې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس له ګډونوالو وغوښتل چې له دې روزنیز پروګرام څخه اعظمي ګټه واخلي او له بېرته ستنېدو وروسته خپلې زده کړې په خپلو ولایتي ریاستونو کې د چارو د ښه والي او خلکو ته د لا غوره خدمتونو د وړاندې کولو لپاره وکاروي.
دغه روزنیز پروګرام چې د ادارې د محترم لوی رئیس د لارښوونې پر بنسټ پیل شوی، تر دې دمه د خطر د مخنیوي او کمولو مدیرانو او همدارنګه د مالي او اداري عمومي مدیرانو لپاره هم ترسره شوی دی. ټاکل شوې ده چې د ظرفیت لوړونې په موخه به د ولایتي ریاستونو ټولو کارکوونکو ته د هغوی د کاري اړتیاوو اړوند روزنیز پروګرامونه هم وړاندې شي.
