د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په ده‌سبز ولسوالۍ کې د دوو کاریزونو پاکولو له کار څخه څارنه وکړه

rahyab
Sat, Jul 04 2026 11:05 AM
تصویر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د ده‌سبز ولسوالۍ د کوټو او آبدرې په کلیو کې د دوو کاریزونو پاکولو د پروژې له روانو چارو څخه چې د یاد ریاست په مالي لګښت پیل شوې دی، څارنه وکړه.

د دې څارنې پر بنسټ، د پروژې د چارو ډېره برخه بشپړه شوې او د پاتې برخو عملي چارې هم په منظم ډول روانې دي. یاده پروژه د سیمې د اوسېدونکو له لوري په ورځني ډول عملي کېږي او د «کار په بدل کې خوراکي توکو» پروګرام له مخې، ۲۶ تنو کاریګرو ته د ترسره شوي کار په بدل کې خوراکي توکي وېشل کېږي.

د دغو دوو کاریزونو د پاکولو په بشپړېدو سره به ګڼ شمېر استوګنیز کورونه او کرنیزې ځمکې له احتمالي خطرونو څخه خوندي شي. همدارنګه، دغه پروژه به د ځمکې لاندې د اوبو د سرچینو په پیاوړتیا او د څو چینو د اوبو په زیاتوالي کې اغېزناک رول ولوبوي. د دواړو کاریزونو ټولیز اوږدوالی له یو کیلومتر څخه زیات دی.

د سیمې اوسېدونکو هم د دغې پروژې د پرمختګ له بهیر څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې د پروژې په بشپړېدو سره به د اوبو د مدیریت او د کرنیزو ځمکو د ساتنې په برخه کې د دوی ګڼې پخوانۍ ستونزې هوارې شي.
 

Latest news

Sun, Sep 13 2026 10:46 AM
Background image

An MoU on Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and the Humanitarian Organization for the People of Afghanistan

Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, received Engineer Pamir Safi, Deputy for Projects of the. . .

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .