د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٧٧ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې
د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په حصه اول، عنابه او پریان ولسوالیو کې ٧٧ کورنیو ته، چې کورونه یې د وروستیو قدرتي پېښو له امله په نیمه او بشپړ ډول ویجاړ شوي وو، له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې، د مسؤلینو په شتون کې ۶ کورنیو هرې یوې ته دوه بورۍ غنم، ۵ کیلو بوره، یو د پخلنځي کېټ، یوه بسته ژمنۍ البسه، یوه روغتیایي بسته، یو پایه چپرکټ، ٣ تختې کمپلې، ۶ کورنیو هرې یوې ته دوه بورۍ غنم، ۵ کیلو بوره، یوه روغتیایي بسته، یوه بسته ژمنۍ البسه، یو پایه چپرکټ، ٣ تختې کمپلې او ۶۵ کورنیو هرې یوې ته یوه بورۍ غنم، څلور تختې کلورین ټابلیټونه او څلور کلچې صابون ووېشل شول.
د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلینو ټینګار وکړ، چې زیانمنو او مستحقو کورنیو ته د رسېدنې بهیر به په نورو ولسوالیو کې هم دوام وکړي.
