د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په خاکجبار ولسوالۍ کې د کاریزونو د پاکولو او د خاورین چیکډیمونو جوړولو له کار څخه څارنه وکړه
دا څارنه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې د آمادګۍ ریاست له لوري، د کابل ولایت مقام او د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له استازو سره په همغږۍ ترسره شوه.
د دې څارنې پر مهال، د خاکجبار ولسوالۍ په چکري، ناوره، عبداللهخېل او ولي کلیو کې د سیلابونو له امله د رسوباتو، خاورې او شګو له کبله بند شوي کاریزونه او همدارنګه د کوچنیو خاورین چیکډیمونو جوړولو د چارو څېړنه وشو.
د یادونې وړ ده چې په چکري کلي کې د ۳۵۰ متره په اوږدوالي دوه کاریزونه له اړونده ویالو سره پاک شوي دي، او د کوچنیو خاورین چکډمونو جوړولو چارې هم روانې دي. همدارنګه په ناوره کلي کې یو کاریز د ۱۰۰ متره په اوږدوالي پاک شوی، په عبداللهخېل کلي کې یوه ویاله له کاریز سره نښلول شوې او خاورین چیکډیمونه هم جوړېږي. په ولي کلي کې هم یو کاریز او اړونده ویاله د ۱۵۰ متره په اوږدوالي پاک شوي او د شاوخوا غونډیو په سیمو کې به خاورین چیکډیمونه جوړ شي.
د دغو پروژو په بشپړېدو سره به سلګونه کورنۍ د څښاک له اوبو برخمنې شي او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه او باغونه به د اوبو لګولو لپاره اوبو ته لاسرسی ومومي. همدارنګه د خاورین چیکډیمونو جوړول د ځمکې لاندې اوبو په پیاوړتیا، د باراني اوبو په زېرمه کولو او د سیلابونو د شدت په کمولو کې مهم رول لري.
د دغو فعالیتونو په بدل کې به کارګرانو ته د کار له بشپړېدو وروسته خوراکي توکي ورکړل شي.
د کاریزونو د پاکولو او د خاورین چیکډیمونو د جوړولو چارې په ټولیز ډول ۸۰ سلنه پرمختګ لري او تمه ده چې ډېر ژر به د سیمې خلکو ته د ګټې اخیستنې لپاره وسپارل شي.
نېټه: ۱۴۴۸/۱/۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
