د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۷۸ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د WASSA ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دې ولایت د دره بوم، بالامرغاب، مقر او سنګ آتش ولسوالیو او مرکز قلعه نو اړوند ۲۷۸ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې له سروې وروسته د مسؤلینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو اوړه، ۱۰ لیټره غوړي، ۱۲.۵ کیلو دال او ۱ کیلو مالګه ووېشل شوه.
نېټه: ۱۴۴۸/۱/۰۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
