د پېښو چارو د انسجام معين په شتون کې د کابل ښار د دویمې ناحيې اړوند د کوه تلویزیون په سیمه کې د ښویېدو له خطر سره د مخ ډبرو سروې وشوه

rahyab
Thu, Jun 18 2026 9:59 AM
تصویر

نن ورځ د پنج شنبې سهار د ۰۲/۱/۱۴۴۸ هـ.ق چې د ۱۴۰۵/۰۳/۲۸ نيټې سره سمون لرې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د پېښو چارو د انسجام معين، محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث)، د خطر د مخنیوي او کمولو رئيس، محترم حاجي اختر محمد خادم، د کابل ولايت پېښو ته د رسېدنې آمر، مولوي حنيف الله همدرد او يو تخنيکي، مسلکي او تجربه لرونکي ټيم، چې د څېړنې او مطالعاتو آمر، مجتبی افضلي، د پېښو د تحليل او ارزونې کارپوه، انجنير الله داد قرلق، د پېښو د خطرونو او اغېزو د مخنيوي او کمولو کارپوه، انجنير جلال‌الدين جمالي، د عامه پوهاوي کارپوه، انجنير صابر احمد ملک‌زاده، د عامه پوهاوي د ويډيويي کليپونو عمومي مدير، عطا محمد معمارزاده او خبریال، محمد نسیم شاکر پکې شامل وو، د کابل ښار د دویمې ناحيې د درېیم ګذر اړوند د کوه تلویزیون سیمې ته ولاړل او د هغو ډبرو سروې یې وکړه، چې د خلکو ژوند يې له ګواښ سره مخ کړی و.

د پېښو چارو د انسجام معين د سيمې له اوسېدونکو سره د کتنې پر مهال د هغو ډبرو د ویجاړولو د بهير په اړه خبرې وکړې چې د کابل ښار او نورو ولايتونو کې د خلکو ژوند ته ګواښ پېښوي. نوموړي مسؤلينو ته لارښوونه وکړه چې د دغو ډبرو د ویجاړولو پر مهال دې هڅه وکړي څو د سيمې اوسېدونکو ته کوم زيان ونه رسېږي، او همداراز يې خلک د يادې پروسې له کارکوونکو سره همکارۍ ته وهڅول.

همدارنګه، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، حاجي اختر محمد خادم د يادې پروژې په اړه معلومات وړاندې کړل او ويې ويل، چې موږ نن د يو مسلکي، تخنيکي او تجربه لرونکي ټيم په ملتيا او د پېښو چارو د انسجام معين په مشرۍ دې سيمې ته راغلي يو، څو د هغو ډبرو له ګواښ څخه د سيمې د خوندي کولو بهير پيل کړو چې د خلکو ژوند ته خطر پېښوي. نوموړي زياته کړه، هر هغه ځای کې چې دا ډول خطرونه موجود وي، موږ د هغو د له منځه وړلو لپاره بشپړ چمتووالی لرو. 

د یادونې وړ ده، چې نن ورځ په دې سیمه کې ۳۶ ډبرې سروې او په نښه شوې او ډېر ژر به د دغو ډبرو د وېجاړولو کار پیل شي.

په همدې حال کې، د دغو سیمو اوسېدونکو وویل چې د استوګنې ګڼ شمېر کورونه او نور عامه تاسیسات د دغو ډبرو له جدي ګواښ سره مخ وو، خو اوس د هغوی د خوندي کولو بهیر پیل شوی چې د خلکو له لوري یې هرکلی او ستاینه شوې ده.

د یادونې وړ ده چې د دې ډول ډبرو د ویجاړولو بهیر په کابل ښار او د هېواد په نورو ولایتونو کې په منظم، پلان شوي او تنظیم شوي ډول دوام لري، ګران هېوادوال دې خبر وي.

يادونه: د کابل ښار او د نورو ولايتونو له اوسېدونکو څخه غوښتنه کيږي چې که په هر ځای کې پر هستوګنيزو کورونو د رالوېدو له خطر سره مخ ډبرې وجود ولري، اړونده موضوع دي د مربوطه ګذر وکيل له لاري د اصولو او مقرراتو مطابق طی سئ، وروسته دي په تحريري، رسمي او مکتوبي ډول له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې سره شريک کړئ، والسلام

نيټه: ۱۴۴۸/۰۱/۰۲ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

Latest news

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

Wed, Jul 29 2026 2:16 PM
Background image

The Director General of ANDMA Visited the Flood-Affected Areas of Parwan Province

Today, on Tuesday, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, after visiting Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .