د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۳۸ سېلاب ځپلو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ADWSO موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې د وروستیو سېلابونو له امله ۱۳۸ زیانمنو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې یو هایجن کېټ ووېشل شو.
د مرستو ترلاسه کوونکو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او ADWSO موسسې څخه د مرستو پر وخت وېش په پار مننه او قدرداني وکړه.
نېټه:۱۴۴۸/۱/۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
