د کابل ولایت په دهسبز ولسوالۍ کې د ماینونو او ناچاوده توکو د پاکولو چارې بشپړې شوې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ماینونو د له منځه وړلو او بشري مرستو مؤسسې (HAMRO) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړهلیک له مخې، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ، د دې ولایت د دهسبز ولسوالۍ په صنعتي پارک سیمه کې د ماینونو او ناچاوده توکو د پاکولو چارې په بریالیتوب سره بشپړې شوې.
یاده سیمه چې د ۳۴ میګاواټه لمریزې برېښنا د خپلواک تولیدي پروژې (IPP) د پلي کېدو لپاره ځانګړې شوې، د دهسبز ولسوالۍ د سیمهییزې ادارې په همغږۍ د ماین پاکۍ پروګرام لاندې شامله شوې وه. د پاکولو عملیات د یوې میاشتې په موده کې بشپړ شول او شاوخوا ۲۹,۰۰۰ ډالر لګښت پرې راغلی دی. د دغو عملیاتو په پایله کې سیمه د ماینونو او ناچاوده توکو له ګواښ څخه پاکه او د پراختیايي فعالیتونو لپاره خوندي شوه.
د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسئولین وایي، د ماین پاکۍ دغه چارې به د لمریزې برېښنا د پروژې د پلي کېدو زمینه برابره کړي، د سیمې د اقتصادي ودې او پانګونې ملاتړ به وکړي او د خلکو د ژوند او شتمنیو خوندیتوب به لا پیاوړی کړي. همدارنګه د سیمې اوسېدونکي به وکولای شي له خپلې ځمکې او شاوخوا سیمو څخه په خوندي ډول ګټه واخلي.
د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له ټولو اوسېدونکو وغوښتل چې د هر ډول ماینونو، ناچاوده توکو او یا شکمنو توکو د لیدو په صورت کې ژر تر ژره اړوندو مسؤلینو ته خبر ورکړي، ترڅو د احتمالي مرګژوبلې او زیانونو مخه ونیول شي.
نېټه: 1448/01/01 هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
