د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۰۰ مستحقو او اجباري راستنېدونکو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې امادګي ادارې او د رازي موسسې ترمنځ د لاسليک شوي هوکړه ليک له مخې، د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت د مرکز په ۵ او ۶ ناحيه کې ۳۰۰ مستحقو او اجباري راستنېدونکو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، تر سروې وروسته د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۵,۱۳۸ افغانۍ ووېشل شوې، چې په ټولیز ډول یو ميليون او پنځه لکه او یو څلوېښت زره او څلور سوه (۱,۵۴۱,۴۰۰) افغانۍ نغدي پیسې د ياد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د مسؤلینو په وینا، د دې پروګرام د پلي کېدو موخه د مستحقو او زیانمنو کورنیو ملاتړ، د راستنېدونکو کورنیو د اقتصادي ستونزو کمول او د ټولنې د اړمنو قشرونو د ژوند د وضعیت ښه کول دي.
نېټه:۱۴۴۷/۱۲/۲۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
