د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په سروبي ولسوالۍ کې د ۸ کاریزونو د پاکولو او بیارغونې له بهیر څخه څارنه وکړه
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د انټرساس مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړهلیک له مخې، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سروبي ولسوالۍ د مستهچینې، فرمان، میاخېل، تنګي، درګي، منزولاره، کرمچینې او انګور تاک کلیو کې د ۸ کاریزونو د پاکولو او بیارغونې له روانو چارو څخه څارنه وکړه.
د دغو کاریزونو د پاکولو او بیارغونې چارې د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست تر دوامدارې څارنې لاندې پیل شوې دي او تر دې دمه شاوخوا ۷۵ سلنه کاري پرمختګ لري.
یاد کاریزونه چې د کلونو په اوږدو کې د رسوباتو او همدارنګه د سېلابونو له امله بند او زیانمن شوي وو، د سیمې اوسېدونکو ته یې د څښاک پاکو اوبو د برابرولو او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په برخه کې جدي ستونزې رامنځته کړې وې.
د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلین وایي، د دغو کاریزونو له بشپړېدو او بېرته فعالېدو سره به لسګونه کورنۍ د څښاک صحي او پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه به د خړوبولو لپاره له اړینو اوبو څخه برخمنه شي. همدارنګه تمه کېږي چې په دغو سیمو کې د اوبو د کمښت ستونزه تر ډېره بریده هواره شي.
د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ټینګار کوي چې د بنسټیزو پروژو څارنه او د اوبو سرچینو مدیریت د دې ادارې د هغو هڅو یوه برخه ده چې موخه یې د طبیعي پېښو پر وړاندې د ټولنو د زیانمننې کچې راکمولو او د خلکو د ژوند د شرایطو ښه کول دي.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۲/۲۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
