د کندهار ولایت په ښکته شاهوليکوټ ولسوالۍ کې د ۱۵ کلیو اساسي لاره له ماینونو پاکه او بېرته پرانیستل شوه
د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د هیلو ټرسټ (HALO Trust) ماین پاکۍ مؤسسې په همکارۍ، د ښکته شاهوليکوټ ولسوالۍ اړوند د ادرونیکې سیمې د تګ راتګ لاره له ماینونو او ناچاوده توکو څخه په بشپړه توګه تر پاکولو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارله.
د ماین پاکۍ د دغه پروګرام د پلي کېدو په پایله کې، د یادې لارې ۱۶,۹۷۱ مربع متره سیمه د یوې میاشتې په موده کې له ماینونو، ناچاوده توکو او نورو جګړهییزو پاتې شونو څخه پاکه شوه.
د پاکولو د عملیاتو پر مهال، ۷ کړۍ په لاسجوړ شوي ماینونه (IED) او شاوخوا ۲۸۰ قلمه ناچاوده توکي او جګړهییز پاتې شوني کشف شول، چې د متخصصو ټیمونو له لوري په خوندي ډول شنډ او له منځه یووړل شول.
د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ټینګار وکړ، چې د همکارو بنسټونو په همغږۍ به د ماینونو او ناچاوده توکو له امله د رامنځته کېدونکو خطرونو د کمولو او له خطر سره مخ سیمو کې د خلکو لپاره د خوندیتوب رامنځته کولو لپاره خپلې هڅې دوامداره وساتي.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۲/۱۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
