د بغلان ولایت په دهنه غوري ولسوالۍ کې یو کړۍ د وسایطو ضد ماین کشف او خنثی شو
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د ماین پاکی د انسجام او همغږی ریاست له لوري، د 0708606060 بیړنۍ شمیری سره د بغلان ولایت د دهنه غوري ولسوالۍ د قشلاق تپه ۲ چاه جنګان کلي د خلکو د اړیکې پر بنسټ، د STFA موسسې د ماین پاکۍ MCPA-QRT-01 تخنیکي ټیم، چې مالي ملاتړ یې د UNDP دفتر کوي، د ماین پاکۍ د عملیاتو لپاره سیمې ته واستول شو.
د ماین پاکۍ د عملیاتو په ترڅ کې تخنیکي ټیم یو کړۍ د وسایطو ضد ماین کشف او په خوندي ډول یې خنثی کړ، او وروسته یې د سیمې د اوسېدونکو د ماینونو د خطرونو په اړه د پوهاي پروګرام هم ترسره کړ.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سیمې له اوسېدونکو وغوښتل، چې د هر ډول ماینونو او شکمنو توکو د لیدو په صورت اړونده مسؤلینو ته خبر ورکړي، څو د احتمالي مرګ ژوبلې مخنیوي وشي.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۲۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
