د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۶۰ بېځایه شویو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې
د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د PU-AMI موسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت په ډنډ پټان او څمکنی ولسوالیو کې د وروستیو جګړو له امله بېځایه شویو او مرکز ګردیز کې په لنډ مهاله توګه ځای پر ځای شویو ۶۰ کورنیو ته له سروې وروسته غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، د حفظ الصحې ۱ فامیلي کېټ ووېشل شو.
د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، مولوي نثار احمد نجات وویل، چې هڅو ترڅو د دغو کورنیو لپاره د موسسو په همکارۍ نورې مرستې هم برابرې کړو.
نېټه:۱۴۴۷/۱۱/۲۲
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
