د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست  ۴۹۷ زیانمنو کورنیو ته نغدي، خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
Tue, May 05 2026 9:40 AM
۴۴۴

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM)، COAR او د ARCIO موسسو په ملاتړ، د دې ولایت په پچیراګام، کامه، دره نور او بهسود ولسوالیو کې د زلزلې او د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله  ۴۹۷ زیانمنو کورنیو ته نغدي، خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

 په دې لړۍ کې، له سروې وروسته د مسوولینو په شتون کې، د ARCIO موسسې له لوري د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په مالي ملاتړ، ۱۲۱ کورنیو هرې یوې ته ۱۰۰ کیلو اوړه، ۹.۱ کیلو غوړي، ۱۲.۵ کیلو دال، ۱ کیلو مالګه، د IOM سازمان له لوري ۳۱۵ کورنیو هرې یوې ته ۶ قلمه لرونکی د پخلنځي ۱ کېټ، ۱ لاسي جارو، ۱ تخته پلاستیکي فرش، ۳ تختې کمپلې ۱ عدد سولري څراغ، همدارنګه له دې جملې ۷۶ کورنیو ته چې کورونه یې په زیاته اندازه ویجاړ شوي وو، هرې کورنۍ ته د یاد سازمان د غیرخوراکي توکو سربېره یو باب خیمه او د COAR موسسې له لوري ۶۱ کورنیو هرې یوې ته د کور د ترمیم لپاره ۹۲,۰۴۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې د نغدو مرستو ټولیزه اندازه پنځه میلیونه او شپږ لکه او څوارلس زره او څلور سوه او څلوېښت (۵,۶۱۴,۴۴۰) افغانۍ کېږي.
 
نېټه:۱۴۴۷/۱۱/۱۸ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

Latest news

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

Wed, Jul 29 2026 2:16 PM
Background image

The Director General of ANDMA Visited the Flood-Affected Areas of Parwan Province

Today, on Tuesday, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, after visiting Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .