د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د وروستیو جګړو له امله ۵۲۲ بېځایه شویو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې
د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د بشري مرستو د همغږۍ موسسې (OCHR) په ملاتړ، د دې ولایت په ناړۍ ولسوالۍ کې د وروستیو جګړو له امله ۵۲۲ بېځایه شویو کورنیو ته له سروې وروسته غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، د حفظ الصحې ۱ کېټ ووېشل شو.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۱۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
