د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۳ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې
د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت په کهمرد ولسوالۍ کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله ۲۳ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې هرې کورنۍ ته د سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې، ۲ بورۍ ۵۰ کیلویي غنم، ۱ بورۍ ۲۵ کیلویي وریجې او د پخلنځي ۱ بسته ووېشل شوه.
نېټه:۱۴۴۷/۱۱/۱۰ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
