د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۶ زده کوونکو ته د ژمني توکو کېټونه ووېشل
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د WAR child CANDA موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ، د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې د ماشومانو لپاره د دوستانه محلونو ۵۶ زده کوونکو ته غیرخوراکی مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې د مسؤلینو په شتون کې، هر زده کوونکي ته د ژمني توکو یو کېټ ووېشل شو.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۰۸ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
