د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۳۲ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي، غیرخوراکي او نغدي مرستې ووېشلې

rahyab
Sat, Apr 18 2026 2:14 PM
123

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) په همغږۍ او د Save the Children  او DRC همکارو مؤسسې په مالي ملاتړ، د وروستیو سېلابونو او بارانونو له امله ۲۳۲ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي، غیرخوراکي او نغدي مرستې ووېشلې.

په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، ۷۸ کورنیو ته د یاد ریاست له لوري هرې کورنۍ ته ۲ بوجۍ ۵۰ کیلویي غنم، ۲ څراغونه او ۲ صندوقونه ووېشل شول. همدارنګه، هغو ۹ کورنیو ته چې ډېر زیانمنې شوې وې، د یادو مرستو سربېره هرې کورنۍ ته یوه خیمه هم ورکړل شوه.
همدارنګه په نغدي مرستو کې، ۱۵۴ کورنیو ته د Save the Children مؤسسې له لوري هرې کورنۍ ته ۵۵۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، او له همدې ۱۵۴ کورنیو څخه ۱۱۲ کورنیو ته په پورتنیو نغدي مرستو سربېره د DRC مؤسسې له خوا هرې کورنۍ ته ۱۰۷۰۰ افغانۍ ورکړل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره دوه میلیونه او پنځه څلوېښت زره او څلور سوه (۲,۰۴۵,۴۰۰) افغانۍ ځانګړې شوې وې.

په پای کې، د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو د یادو مرستو له ترلاسه کولو خوښي څرګنده کړه او له اړوندو مسؤلینو او له همکارو بنسټونو څخه یې د دوی ستونزو ته د رسېدنې له امله مننه وکړه او همدارنګه یې د مرستو د دوام او زیاتوالي غوښتنه وکړه.

نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۱ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

Wed, Jul 29 2026 2:16 PM
Background image

The Director General of ANDMA Visited the Flood-Affected Areas of Parwan Province

Today, on Tuesday, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, after visiting Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .