د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۶ زیانمنو کورنیو ته خوراکي، غیر خوراکي او نغدي مرستې ووېشلې
د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د IOM سازمان، WFP دفتر او واک او اکټیډ مؤسسو په ملاتړ، د یاد ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او ناحیو کې د وروستیو ورښتونو له امله ۵۶ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي، غیر خوراکي او نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې د واک مؤسسې له لوري هرې کورنۍ ته یوه روغتیایي بسته او یوه کورنۍ بسته، د IOM سازمان لخوا ۱۳ کورنیو ته یو باب خېمه، د WFP دفتر له لوري هرې کورنۍ ته ۲۰۰ کیلو اوړه، ۲۵ کیلو دال، ۲۰ لیټره غوړي، ۲ کیلو مالګه، ۲.۱ کیلو بیسکويټ او ۲۵ کیلو دال د اکټیډ مؤسسې له لوري هرې کورنۍ ته ۱۰،۹۲۰ افغانۍ نغدي پیسې ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره شپږ لکه او یوولس زره او پنځه سوه او شل (۶۱۱،۵۲۰) افغانۍ نغدي پیسې ځانګړې شوې وې.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۰/۲۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
