د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ۲۷۰ کسانو لپاره ګرم خواړه او لنډمهاله سرپناه برابره کړه
د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په مرکز قلعه نو کې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنو ۲۷۰ کسانو ته د یو وخت ګرم خواړه ووېشل، همدارنګه هغو کورنیو ته چې کورونه یې د سېلابونو له امله له لاسه ورکړي وو، خیمې هم ووېشلې.
یاد ریاست د زیانمنو سیمو سروې هم پیل کړې ده او هڅه کوي چې د اړوندو بنسټونو په همکارۍ د زیانمنو لپاره نورې مرستې هم برابرې کړي.
نېټه:۱۴۴۷/۱۰/۲۵ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
