د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کوچیانو ۹۵ مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د وسف موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په ملاتړ، اندخوی په څلورګونو ولسوالیو کې ۹۰ مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې او ښوونیز کتابونه ووېشل.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۵ لیټره غوړي، ۲۴.۵ کیلو وریجې، ۳ کیلو بوره، ۵ کیلو لوبیا، یو کیلو چای او ۳۰ جلده ښوونیز کتابونه ووېشل شول.
نېټه:۱۴۴۷/۱۰/۲۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
