د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کوچیانو ۲۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي اوغیر خوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لارښوونې له مخې، د کابل ولایت له پیښو سره د مبازرې آمادګۍ ریاست د دې ولایت دخاکجبار ولسوالۍ په لتبند سیمه ګیزک کلي کې د ورویتیو بارانونو له امله د کوچیانو ۲۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، یوه بورۍ ۵۰ کیلویي غنم، یوه بورۍ ۱۲.۵ کیلویي وریجې، یو روغتیایي کېټ، ۵ عدده څراغونه، ۴۰ عدده قلمي بطرۍ ، ۵۰ پاکټه د اوبو تصفیه کولو ګولۍ او ۳ دانې پلاستیکي صندقونه ووېشل شول.
د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلین هڅه کوي چې زیانمنو کورنیو ته پروخت رسېدنه وکړي او ور سره خوراکي او غیر خوراکي مرسته ترسره کړي .
نېټه: ۱۴۴۷/۱۰/۲۰ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
