د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱,۳۲۴ مستحقو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د کلیوالو سیمو د پراختیا او هوساینې لپاره د اقدام موسسې (AWDERO) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د شبرغان ښار د کلیو اړوند ۱,۳۲۴ مستحقو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې.
په دې لړی کې د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۲,۹۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال درې میلیونه او اته سوه او نه دېرش زره او شپږ سوه (۳,۸۳۹,۶۰۰) افغانۍ د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
نېټه:۱۴۴۷/۹/۲۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
