د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲,۳۰۳ زیانمنو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د World Vision موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت د مقر، سنګ آتش، غورماچ او بالامرغاب ولسوالیو اړوند ۲,۳۰۳ نغدې مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې د مسؤلینو په شتون کې له سروې وروسته له یادې جملې ۱,۲۲۶ کورنیو هرې یوې ته د پنځم پړاو ۲,۶۳۹ افغانۍ او ۱,۰۷۷ کورنیو هرې یو ته د لومړي او دویم پړاو ۵,۲۷۹ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال اته میلیونه او نه سوه او شل زره او اته سوه او اووه نوي (۸,۹۲۰,۸۹۷) افغانۍ نغدې پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
نېټه:۱۴۴۷/۹/۲۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
