په فراه ولایت کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول
د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د DRC مؤسسې د ماین پاکۍ تخنیکي ټیم په همکارۍ، د تېرو جګړو څخه پاتې شوي یو شمېر ناچاوده توکي کشف او خنثی کړل.
په دې عملیاتو کې د پشتکوه ولسوالۍ د کاریز حکیم له سیمې څخه د BM1: 107mm راکټ دوه مرمۍ موندل شوې وې چې د مسلکي ټیمونو له لوري د امنیتي اصولو په رعایت سره په خوندي ډول خنثی شوې.
د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلینو وویل چې ناچاوده توکي د خلکو، په ځانګړي ډول د ماشومانو، ژوند ته جدي ګواښ پېښوي. هغوی زیاته کړه چې د دغو موادو د پېژندلو او پاکولو هڅې به په دوامداره توګه روانې وي. همدارنګه له خلکو وغوښتل شول چې که کوم شکمن یا چاودېدونکي توکي وویني، نو هېڅکله دې ورته لاس نه وروړي او موضوع دې سمدستي مسؤلو ادارو ته راپور کړي.
نېټه:۱۴۴۷/۹/۲۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
