د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د سېلابي لارې د پاکولو او د استنادي دیوال د جوړولو کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

rahyab
Sat, Mar 14 2026 11:38 AM
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د محترم مقام په لارښوونه، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت د کوټ ولسوالۍ د لاغرجوی په کلي کې د سېلابي لارې د پاکولو او د یو استنادي دیوال د جوړولو او ترمیم چارې بشپړې کړې او ګټې اخیستنې ته یې وسپارل.

په دې پروژه کې له تخنیکي نقشې او ټاکل شویو مشخصاتو سره سم د ۵۱ متره په اوږدوالي د استنادي دېوال جوړولو او همدارنګه د ۲۹ متره په اوږدوالي د استنادي دېوال د ترمیم او د سیلابي لارې د پاکولو چارې ټولټال د ۱,۰۲۳,۲۵۰ افغانیو په لګښت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له بودجې څخه تمویل او په بریالیتوب سره بشپړې شوې.

د دې پروژې په پلي کېدو سره ۱۲۰۰ کورونه، ۱۵۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه، ۴ کیلومتره سړک، ۱ سربند، ۸ جوماتونه، ۸۰ دوکانونه او یو کلینیک د سېلاب له خطرونو څخه خوندي شول.

نېټه:۱۴۴۷/۹/۲۵ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Mar 08 2026 1:41 PM
Background image

An MoU for joint cooperation between ANDMA and the Child Protection Organisation was Signed with a total value of 841,122 dollars

This morning on Sunday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management, Authority, met at his office with Mahmoud Pacha,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .