د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۲۹ کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې
د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د DRC او د SCI موسسو په مالي همکارۍ، د دې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د پاکستان د بریدونو له امله بېځایه شویو او د ماینونو او ناچاوده توکو له امله زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته نغدې مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې د مسؤلینو په شتون کې د SCI موسسې له لوري ۲۰۰ بېځایه شویو کورنیو هرې یوې ته ۱۰,۶۰۰ افغانۍ او د DRC موسسې له لوري ۲۹ زیانمنو کورنیو هرې یوې ته ۱۲,۵۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال دوه میلیونه او څلور سوه او دوه اتیا زره او پنځه سوه (۲,۴۸۲,۵۰۰) افغانۍ نغدې پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
نېټه:۱۴۴۷/۹/۲۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
