د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳,۵۲۸ مستحقو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ASIO موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دې ولایت د مرکز ایبک ښار ۳,۵۲۸ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته نغدې مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې ۲,۹۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال لس میلیونه او دوه سوه او یو دېرش زره او دوه سوه (۱۰,۲۳۱,۲۰۰) افغانۍ نغدې پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
نېټه:۱۴۴۷/۹/۰۸ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
