د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په ارګو ولسوالۍ کې د خوړ پاکولو کار پیل کړ
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین په لارښوونه، د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت د ارګو ولسوالۍ په کزر کلي کې د ۲۹۹,۴۷۶ افغانیو په لګښت او د ۲۴۲ متره په اوږدوالي، ۵.۵ متره په پلنوالي او د ۱.۵ متره په لوړوالي د خوړ د پاکولو کار پیل کړ.
د دې پروژې د پرانیستې په مراسمو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، مولوي محمد اکرم اکبري او یو شمېر نورو سیمو ییزو مسؤلینو او خلکو شتون درلود.
د یادونې وړ ده، چې د خوړ د پاکولو موخه د سېلابونو له خطرونو څخه د هستوګنیزو کورونو، کرنیزو ځمکو او نورو عامه المنفعه تاسیساتو خوندي کول دي.
د سیمې اوسېدونکو د دې پروژې پلي کېدل د کلي د اوسېدونکو اساسي اړتیا وبلله او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه یې مننه او قدرداني وکړه.
نېټه:۱۴۴۷/۹/۰۸ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
