له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د انټر ساس نړیوالي مؤسسې له رئیس سره وکتل

rahyab
Mon, Feb 16 2026 2:21 PM
news i mage

نن ورځ دوشنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس الحاج ملا نورالدین ترابي د انټرساس نړیوالي مؤسیسې له رئیس ماهر الشون، د سیمیزو اړیکو مسؤل محمد اسمعیل حمید، د طبي برخي مسؤل دوکتور نصرالدین اموتوشو او د تخنیکي برخي مسؤل حذیفه هلال سره په خپل کاري دفتر کي وکتل.

محترم ترابي صاحب راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د همکاریو مننه یي ورڅخه وکړه او ویې ویل چې دا اداره هڅه کوي چي د هیواد په کچه د پېښو پر وړاندي چمتووالی لا پیاوړی کړو، موږ باور لرو چي د همکارو مؤسسو سره رښتینې او دوامداره همغږي کولی سي د خلکو ستونزې په اساسي ډول راکمي کړو.

 همداراز محترم ترابي صاحب خپل د راتلونکي کال پلان له یادې مؤسسې د راغلي پلاوي سره شریک کړ او څرګنده یې کړه چي موږ پلان لرو چي د خطر د کمولو او وقایوي پروژو    برخه هم پیاوړي کړو، ترڅو د پېښو زیانونه تر ممکنه حده راکم سي، نو  په دې برخه کي د مؤسسو همکاري خورا مهمه ده.

د انټر ساس مؤسسې رئیس ماهر الشون هم د دې لیدنې هرکلی وکړ او ویې ویل: موږ چمتو یو چي د یادي ادارې د راتلونکي کال له پلان سره سم په مشوره خپلي پروژې پلي کړو. زموږ هڅه به دا وي چي په بیړنیو حالاتو کي چټک غبرګون ولرو او همداراز د بیا رغونې او معیشت ملاتړ اوږدمهاله پروګرامونه عملي کړو.

همدراز تخنیکي مسؤل حذیفه هلال د انټرساس مؤسیسي د تیرو پروژو او راتلونکي پروژو په اړه معلومات وړاندي کړل او وې وویل چي موږ به تل ددې ادارې سره همکاري کوو.

د غونډي په ورستیو کي د ترابي صاحب لخوا یو تحفه چي له مخکي څخه ورته نظر کي نیول سوي وه، د انټرساس نړیوالي مؤسیسې رئیس ماهرالشون ته ورکړل سوه.

نیټه:۱۴۴۷/۸/۲۸ هــ ق 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ امادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Jan 25 2026 3:12 PM
Background image

The Director General of ANDMA Meets with the President of International NPA Organization

Today, on Sunday morning, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Mr. Russell,. . .

Tue, Jan 20 2026 3:39 PM
Background image

The Director General of ANDMA met with the Director of Mission of the International Organization for Migration (IOM) in Afghanistan

This morning, on Tuesday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with Ms. Mihyung. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .