د میدان وردګ ولایت په دایمیرداد ولسوالۍ کې د سېلابونو د مخنیوي په موخه د سیند د تلې د پاکولو چارې پیل شوې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې له مخې، د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت د دایمیرداد ولسوالۍ په طویکی سیمه کې د سېلابونو د احتمالي خطرونو د کمولو په موخه د سیند د بل د پاکولو چارې رسما پیل کړې.
دا پروژه نن ورځ، د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او دایمیرداد ولسوالۍ د مسؤلینو په شتون کې پیل شوه او د هغې د پلي کولو لپاره له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له لوري څلور زره (۴،۰۰۰) لیټره تیل ځانګړي شوي دي.
سیمه ییزو اوسېدونکو له مسؤلینو څخه د قدرداني کولو ترڅنګ هیله څرګنده کړه، چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به هستوګنیز کورونه، زراعتي ځمکې او سیمه ییز تأسیسات د سېلابونو له خطرونو څخه خوندي شي.
نېټه: ۱۴۴۷/۸/۱۹ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
