له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اسلامي هوساینې نړیوالې مؤسسې (IRW) ترمنځ د دوه سوه او دوه اتیا زره او شپږ سوه او څلو نوي (۲۸۲,۶۹۴) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

rahyab
Tue, Feb 03 2026 9:49 AM
123

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د اسلامي هوساینې نړیوالې مؤسسې د پروګرامونو له مدیر محترم نعمت الله اکبري سره وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه یې ورسره لاسلیک کړه.

محترم ترابي صاحب، راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست وویلو ترڅنګ وویل، چې خپله پلي کېدونکې پروژه دې ژر او په پوره شفافیت سره ترسره کړي، ترڅو ورڅخه مستحقې کورنۍ پر وخت او ښه ډول سره ګټه اخیستونکې شي. 

په همدې حال کې، د یادې مؤسسې د پروګرامونو مدیر محترم نعمت الله اکبري د خپلې پلي کېدونکې پروژې په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او ژمنه یې وکړه، چې خپله پروژه به پر وخت او پوره شفافیت سره ترسره کوي. 

د یادونې وړ ده، چې په پای کې د یادې ادارې او موسسې له لوري ټولټال د دوه سوه او دوه اتیا زره او شپږ سوه او څلو نوي (۲۸۲,۶۹۴) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه. چې له مخې به یې، یاده مؤسسه د ننګرهار ولایت په جلال آباد ښار کې ۷۵۳ مستحقو کورنیو هرې یوې کورنۍ ته، د غور ولایت په پسابند ولسوالۍ کې ۷۱۷ هرې مستحقې کورنۍ، د بامیان ولایت په مرکز کې ۱،۰۵۶ هرې مستحقې کورنۍ ته او د کونړ ولایت په سرکاڼو او نرنګ ولسوالیو کې ۷۰۰ مستحقو کورنیو هرې یوې کورنۍ ته د خوراکي توکو د اخیستلو په موخه ۵،۰۰۰ افغانۍ نغدي پیسې ووېشل شي.  

نېټه:۱۴۴۷/۸/۱۵ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Wed, May 13 2026 3:19 PM
Background image

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority Met with Uzbekistan’s Ambassador to Afghanistan

Today On Wednesday morning, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with H.E. Aybek Usmanov, the. . .

Tue, May 05 2026 4:58 PM
Background image

The General Director of ANDMA Participates and Delivers Speech in the Introduction, Analysis and Explanation Program of the 2025–2029 Strategic Plan

Today in morning, on Tuesday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, participated and delivered a. . .

Wed, Apr 29 2026 10:16 AM
Background image

Deputy for Coordination of Disaster Affairs Oversees the Demolition of 12 Boulder Masses Posing Landslide Risks in Kapisa

His Excellency Alhaj Mullah Abdul Wali Saranwal (Haji Waris), the Deputy for Coordination of Disaster Affairs at Afghanistan National Disaster Management Authority, along with His. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .