له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د انجمن نه انلوس مؤسسې له مرستیال سره وکتل

rahyab
Sun, Feb 01 2026 12:54 PM
123

 نن ورځ یکشنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په خپل کاري دفتر کې د انجمن نه انلوس  مؤسسې له مرستیا محترم فیضان احمد کاکړ سره وکتل او د پروژو د پلي کولو په برخه کې یې د لا ډېرو همغږیو د اغېزمنتیا په اړه خبرې وکړې.

محترم ترابي صاحب د یادې مؤسسې راغلي پلاوي ته ښه راغلاست وویل، او زیاته یې کړه، چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره له بېلابېلو مؤسسو سره، چې په بېلابېلو برخو کې له افغان ولس سره مرستې کوي نږدې همکارۍ لري او له هغوی سره په دې برخه کې بې له ځنډه هوکړه لیکونه لاسلیک کوي او همدارنګه یې د پلي کېدونکو پروژو اړوند چارې پر وخت ترسره کوي. نو د همدې موضوع په پام کې نیولو سره او د نوي میلادي کال له پیلېدو سره سم، موږ په اړونده برخه کې د مرستو رسولو په موخه د خلکو د اړتیاوو او لومړیتوبونو یو لېست ترتیب کړی دی، چې له تاسو سره به یې شریک کړو، تر څو وکولای شئ یاد لیست د خپلو پروژو د پلي کولو لپاره له اړوندو تمویل کوونکو سره شریک کړئ، څو له پلي کېدونکو پروژو څخه مستحق خلک ګټه اخیستونکي شي.

همدارنګه، ترابي صاحب راغلي پلاوي ته وویل، چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره له مؤسسو سره پر وخت او بې له ځنډه هوکړه لیکونه لاسلیک کوي او همدارنګه د دې ادارې اړوند ولایتي ریاستونه هم له مؤسسو سره د پروژو پلي کولو برخه کې همکارۍ کوي،    

په همدې حال کې، د انجمن نه انلوس مؤسسې مرستیال د دې ادارې له لوی رئیس څخه خیریه کارونو ته د پروخت رسېدنې او په دې اداره کې یې د خپلو کارونو د ژر خلاصېدو له امله مننه وکړه او د مستحقینو د لومړيتوبونو لپاره یې لیست برابرول هم د مؤسسو او هم د تمویل کوونکو د کارونو د آسانتیا لپاره مهم وباله او د خپلې مؤسسې د فعالیتونو په اړه یې معلومات وړاندې کړل، نوموړي همدارنګه د خپلو پلي کېدونکو پروژو د پلي کولو برخه کې د شته ستونزو یادونه وکړه او له محترم ترابي څخه یې په دې برخه کې د پوره همکاریو غوښتنه وکړه.

په پای کې، هغه ډالۍ چې د دې ادارې د لوی رئیس له لوري محترم فیضان احمد کاکړ ته د هغوی د بشردوستانه کړنو د ستاینې په موخه په پام کې نیول شوې وه ورکړل شوه. 

نیټه: ۱۴۴۷/۸/۱۳ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

123

Latest news

Sun, Sep 13 2026 10:46 AM
Background image

An MoU on Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and the Humanitarian Organization for the People of Afghanistan

Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, received Engineer Pamir Safi, Deputy for Projects of the. . .

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .