د ننګرهار ولایت له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د چت د نړېدو له امله د شهیدانو له کورنۍ سره نغدي مرسته وکړه
د ننګرهار ولایت له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست پلاوي، د یاد ولایت د مرکز جلالآباد ښار د اوومې ناحیې په غوچکو سیمه کې د یوې زیانمنې کورنۍ د وضعیت د څېړنې لپاره چې د کور چت یې نړېدلی و، د یادې کورنۍ څخه له نږدې لیدنه وکړه.
یاد پلاوي له زیانمنې کورنۍ سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړه، د شهیدانو لپاره یې دعا وکړه او له زیانمنې کورنۍ سره یې د سل زره (۱۰۰,۰۰۰) افغانیو نغدي مرسته وکړه.
یاده کورنۍ چې د چت نړېدو له امله یې له بده مرغه یوه ښځه او شپږ ماشومان له لاسه ورکړي وو او د کورنۍ پلار هم ټپیان شوی و، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له یادې کورنۍ سره د تسلیت ترڅنګ له هغې پر هر اړخیزه ملاتړ ټینګار وکړ.
نېټه:۱۴۴۷/۸/۱۰ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
