له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د OCHR مؤسسې له مرستیال سره وکتل

rahyab
Thu, Jan 29 2026 12:42 PM
۱۲۳

نن پنج‌شنبه سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په خپل کاري دفتر کې د بشري مرستو د همغږۍ موسسې (OCHR) له مرستیال عبدالمجید زرمتـي سره وکتل او د راتلونکو ګډو پروګرامونو په اړه یې خبرې وکړې. 

محترم ترابي صاحب د OCHR مؤسسې پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ، له ملي او نړیوالو مؤسسو سره د منظمې او اغېزمنې همکارۍ پر اهمیت خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې تل هڅه کړې ده چې د همکارو مؤسسو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي. نوموړي همداراز د لومړیتوبونو د لړلیک شریکولو، د بېړنیو اړتیاوو او د طبیعي پېښو له امله زیانمنو شویو کسانو ته په ښه توګه د رسېدنې لپاره د لا ښې همغږۍ په اړه خپل نظرونه شریک کړل.

وروسته، د OCHR مؤسسې مرستیال عبدالمجید زرمتـي له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له دوامدارو همکاریو څخه د مننې او قدردانۍ تر څرګندولو وروسته، دغه اداره یې د چټک عمل، د کارونو په ترسره کولو کې د شفافیت او اغېزمنې همغږۍ له امله د بشري مرستو د پروګرامونو پلي کولو او د پېښو د مدیریت لپاره له مهمو سکتورونو څخه وبلله. نوموړي د OCHR مؤسسې د راتلونکو پروګرامونو په اړه هم معلومات ورکړل او ډاډ یې ورکړ چې دا مؤسسه چمتو ده، څو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سره د همغږۍ په چوکاټ کې، د پېښو له امله زیانمنو کسانو ته د رسېدنې په برخه کې اغېزمنې او موخه ییزې پروژې پلي کړي. هغه همداراز ټینګار وکړ چې دا لړلیک یو نوښت دی او کولای شي د یوې باوري سرچینې په توګه د تمویل کوونکو د قناعت ورکولو په برخه کې له موږ سره ډېره مرسته وکړي.

نېټه:۱۴۴۷/۸/۱۰ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Mon, Apr 27 2026 6:58 PM
Background image

The Demolition Work on Five Hazardous Rock Masses in Kabul’s District 7 Begins

Today, On Monday, Molvi Abdul Wali Saranwal (Haji Waris), the Deputy for Coordinating Disaster Affairs at the Afghanistan National Disaster Management Authority, officially launched the. . .

Mon, Apr 27 2026 4:46 PM
Background image

A Technical Meeting was Held Between ANDMA and the ACTED Organization

A technical meeting between Afghanistan National Disaster Management Authority and the ACTED Organization was held with the participation of technical experts and officials from both. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .