د ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالۍ کې د استنادي دېوال د جوړولو او د سېلابي لارې د پاک‌کارۍ چارې پيل شوې

rahyab
Thu, Jan 29 2026 11:48 AM
123

د ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالۍ په لاغرجوی کلي کې د استنادي دېوال د جوړولو او د سېلابي لارې د پاکولو چارې رسمآ شوې. د دې پروژې د پلي کولو موخه د احتمالي سېلابي ګواښونو مخنیوی او د سیمې د اوسېدونکو د زیان‌مننې کچې راکمول بلل شوې ده.

په دې پروژه کې به د ۸۰ متره په اوږدوالي او ۴.۵ متره په لوړوالي یو استنادي دېوال جوړېږي چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې په مالي ملاتړ او د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له‌خوا پلي کېږي. د دې پروژې په بشپړېدو سره به سلګونه کورنۍ، دوکانونه، ښوونځی، جوماتونه او نور عامه او شخصي تأسیسات د احتمالي سېلابونو له ګواښ څخه خوندي شي.

د لاغرجوی کلي اوسېدونکو د دې پروژې د کار د پيل له امله خوښي څرګنده کړه او د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د مسؤلینو له پر وخت پاملرنې او اقدام څخه یې مننه وکړه، او ټینګار یې وکړ چې د دې ډول پروژو پلي کول د طبیعي پېښو له امله د رامنځته کېدونکو خطرونو په کمولو کې مهم رول لري.

نېټه:۱۴۴۷/۸/۱۰ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Jan 25 2026 3:12 PM
Background image

The Director General of ANDMA Meets with the President of International NPA Organization

Today, on Sunday morning, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Mr. Russell,. . .

Tue, Jan 20 2026 3:39 PM
Background image

The Director General of ANDMA met with the Director of Mission of the International Organization for Migration (IOM) in Afghanistan

This morning, on Tuesday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with Ms. Mihyung. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .