د پېښو چارو د انسجام معین د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له ګدام څخه لیدنه وکړه او د مرستو په مدیریت کې یې پر روڼتیا او نظم ټینګار وکړ

rahyab
Wed, Jan 28 2026 3:43 PM
123

د پېښو چارو د انسجام معین محترم الحاج ملا عبدالوالی څارنوال (حاجي وارث)، پروان ولایت ته د خپل رسمي سفر په لړ کې، د منظم کاري پلان له مخې او په نورو ولایتونو کې د مرستندویه توکو د ګدامونو له ارزونې وروسته، د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، محترم الحاج مولوی محمد صابر احمد او د هغه مل پلاوي په ملتیا، د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د خوراکي او غیرخوراکي توکو له ګدام څخه لیدنه وکړه.

د دې لیدنې پر مهال، د پېښو چارو د انسجام محترم معین د ګدام د خوراکي توکو د ساتنې، تنظیم او ترتیب وضعیت له نږدې وڅېړه او د بشردوستانه مرستو د اصولي، شفاف او معیاري مدیریت پر ارزښت یې ټینګار وکړ. نوموړي وویل چې د خوراکي توکو د زېرمه کولو او د وېش په بهیر کې نظم، شفافیت او ځواب‌وینه د خلکو او همکارو بنسټونو د باور د جلبولو لپاره بنسټیز رول لري.

محترم حاجي وارث همدارنګه لارښوونه وکړه چې معلوماتو ته د لاسرسي د اسانتیا او د شفافیت د لا زیاتوالي په موخه، د ګدام دننه د خوراکي، غیرخوراکي او نورو مرستندویه توکو د ځانګړتیاوو لوحه نصب شي، تر څو د توکو ډول، اندازه، کیفیت، د ترلاسه کولو نېټه او د پای نېټه (انقضا) په واضح ډول په کې درج شي. هغه زیاته کړه چې د دغو مواردو رعایت د توکو له ضایع کېدو مخنیوی کوي او د وېش پر مهال هم اسانتیا، دقت او چټکتیا رامنځته کوي.

په دوام کې، د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې د آمادګۍ رئیس، محترم مولوی عبدالعلیم افضلی، د پېښو چارو د انسجام معین له پاملرنې، لیدنې او لارښوونو څخه د مننې تر څنګ ډاډ ورکړ چې ټولې ورکړل شوې لارښوونې به په جدي توګه عملي شي او د مرستندویه توکو د ساتنې، ثبت او مدیریت د سیستم د لا ښه والي لپاره به هڅې روانې وساتل شي.

دا لیدنه د څارنې د پیاوړتیا، د شفافیت لوړولو او د پېښو پر وړاندې د چمتووالي او مبارزې په برخه کې د مدیریتي وړتیاوو د ښه کېدو په موخه ترسره شوې او په پروان ولایت کې د بشردوستانه مرستو د سالم او اغېزمنې کارونې پر لور یو اغېزناک ګام بلل کېږي.

نېټه: ۱۴۴۷/۸/۰۹ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Sep 13 2026 10:46 AM
Background image

An MoU on Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and the Humanitarian Organization for the People of Afghanistan

Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, received Engineer Pamir Safi, Deputy for Projects of the. . .

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .