د نیمروز ولایت د زرنج – چخانسور په عمومي سړک باندې د یو پلچک د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې له مخې، د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت اړوند د زرنج – چخانسور پر عمومي سړک باندې د یو پلچک د جوړولو چارې، چې تل به تګ راتګ کوونکي د سېلابونو د راوتلو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ وو، بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارې.
د یاد پلچک د جوړولو چارې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له بودجې څخه د دوه سوه او اته شپېته زره او څلور سوه او شپږ اتیا (۲۶۸،۴۸۶) افغانیو په ارزښت د خلکو د تګ راتګ په موخه بشپړې شوې.
د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس ډاډ ورکړ، چې د طبیعي پېښو د خطرونو د مدیریت برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
نېټه: ۱۴۴۷/۸/۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
