د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹۵ کورنیو ته د هغوی د کورنو د ترمیم په موخه نغدي مرستې ووېشلې
د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) په ملاتړ، د یاد ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د سېلابونو له امله ۹۵ زیانمنو شویو کورنیو ته د هغوی د کورنو د ترمیم په موخه نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د دوه یم قسط په ډول، هرې کورنۍ ته ۱۰،۸۶۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره یو میلیون او یو دېرش زره او اوه سوه (۱،۰۳۱،۷۰۰) افغانۍ ځانګړې شوې وې.
د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) له همکارۍ څخه د ملاتړ کولو ترڅنګ ټینګار وکړ، چې د طبیعي پېښو له امله د زیانمنو شویو کورنیو سره دې همدا ډول مرستې دوام داره وساتي.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۸/۰۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
