د میدان وردګ ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله د وېجاړ شویو سړکونو د ترميم چارې پيل شوې

rahyab
Thu, Jan 15 2026 12:20 PM
123

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین په لارښوونه، د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت د سیدآباد ولسوالۍ په شنيز دره کې د تېرو سیلابونو له امله د وېجاړ شویو سړکونو د ترميم کارونه پيل کړل.

د سړکونو د ترمیم کارونه د یاد ولایت د پنځمې پلی لوا په ماشینرۍ ترسره کېږي او د ماشینرۍ لپاره یې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مقام له لوري ٢٠٠٠ لیټره تيل منظور شوي دي. 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسئولین ډاډ ورکوي چې د دې ولایت مرکز او په ټولو ولسوالیو کې به له زیانمنو کورنیو سره د مرستو ترڅنګ به د وېجاړو شویو سیمو او له خطر سره مخ سيمو ته د رسېدنې لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

نېټه:۱۴۴۷/۷/۲۵ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Mon, Apr 27 2026 6:58 PM
Background image

The Demolition Work on Five Hazardous Rock Masses in Kabul’s District 7 Begins

Today, On Monday, Molvi Abdul Wali Saranwal (Haji Waris), the Deputy for Coordinating Disaster Affairs at the Afghanistan National Disaster Management Authority, officially launched the. . .

Mon, Apr 27 2026 4:46 PM
Background image

A Technical Meeting was Held Between ANDMA and the ACTED Organization

A technical meeting between Afghanistan National Disaster Management Authority and the ACTED Organization was held with the participation of technical experts and officials from both. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .