د ارزګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱,۰۰۰ اجباري اېستل شویو راستنېدونکو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د ارزګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱,۰۰۰ راستنېدونکو کورنیو ته چې له ایران او پاکستان څخه په اجباري ډول اېستل شوې وې او په یاد ولایت کې ځای پر ځای شوې وې، خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته یوه بورۍ ۵۰ کیلویي اوړه، ۴ کیلو بوره، نیم کیلو تور چای او یو جوړ څپلکې ووېشل شوې.
نېټه:۱۴۴۷/۷/۲۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
