د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۲۶ مستحقو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې له مخې، د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت د دره ولسوالۍ اړوند ۱۲۶ مستحقو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته، یوه بورۍ اوړه، پنځه کیلو بوره، نیم کیلو چای او یوه روغتیایي بسته ووېشل شوه.
د یادونې وړ ده، چې دا لړۍ به د پنجشیر ولایت په نورو ولسوالیو کې هم پلې شي.
نېټه: ۱۴۴۷/۷/۲۳ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
