د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د وروستۍ اورلګېدنې له امله زیانمنو ته نغدې مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د وروستۍ اورلګېدنې له امله درې زیانمنو کسانو ته نغدې مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د ټاکلي پلاوي په شتون کې، هر ټپي شوي کس ته لس زره (۱۰,۰۰۰) افغانۍ نغدې پیسې ووېشل شوې.
نېټه:۱۴۴۷/۷/۲۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
