د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له یوې زیانمنې کورنۍ سره بیړنۍ مرسته ترسره کړه 

rahyab
Thu, Jan 08 2026 9:40 AM
123

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت له محترم مقام سره په همغږۍ، د دې ولايت د علینګار ولسوالۍ په سنګر سيمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله زیانمنې شویې یوې کورنۍ سره له سروې وروسته د خوراکي، غیر خوراکي او نغدي پیسو مرسته ترسره کړه. 

په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، یادې زیانمنې شویې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو اوړه، ۱۰ کیلو بوره، یو کیلو چای، یوه د ژمنۍ البسې بسته، یوه د پخلنځي البسې بسته او ۵۰۰۰ افغانۍ نغدي پیسې ووېشل شوې.  

یادې کورنۍ د ولایت له محتر مقام او د یاد ریاست څخه د زړه له کومي مننه او قدرداني وکړ، او دغه مرسته یې د خپلې سختې غمیزې او روانو ستونزو پر مهال یو مهم او انساني ملاتړ وباله.

د دې ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ډاډ ورکوي چې د امکاناتو تر حده به د طبیعي او غیرطبیعي پېښو له امله زیانمنو شوو کورنیو سره مرستو او همکارۍ ته دوام ورکړي.

نېټه: ۱۴۴۷/۷/۱۸ هـ ق 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Jan 25 2026 3:12 PM
Background image

The Director General of ANDMA Meets with the President of International NPA Organization

Today, on Sunday morning, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Mr. Russell,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .