په پنجشیر ولایت کې د دوو زیان‌منونکو سیمو د وقایوي او تحکیمولو له چارو څخه لیدنه او ارزونه وشوه

rahyab
Tue, Jan 06 2026 11:30 AM
123

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې ولایتي کمېسیون د څارنې ټیم په دوو بېلابېلو سیمو کې د وقایوي چارو د پلي کېدو له بهیر څخه څارنه او ارزونه وکړه:

۱. د رخه ولسوالۍ د د پیاوشت کلي د نښلوونکي سړک تحکیمول
په دې برخه کې، د سړک د تحکیمولو چارې په حضوري ډول وکتل شوې. له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست اړین مواد، په ځانګړي ډول د ګبیون بکسونه، چمتو او ساحې ته انتقال کړي دي. د ګبیونونو د تثبیت او نصب عملي کار د سیمې اوسېدونکو لخوا، د پلان سره سم، په منظم ډول پر مخ دوان دی.
دا وقایوي پروژه ۱۶ متره اوږدوالی، ۲ متره پلنوالی او ۸ متره لوړوالی لري. همدارنګه، اړوندو مسؤلینو ته د تخنیکي معیارونو لکه د تړلو طریقه، هم‌سطح‌جوړولو او د ګبیونونو د تراکم په اړه لازمې لارښوونې ورکړل شوې.

۲. د دوآب عمرض حصه اول کلي د استنادي دیوال تحکیمول 

له پېښو سره د مبارزې ولایتي کمېسیون د تخنیکي ټیم د پخواني راپور پر بنسټ، یو استنادي دیوال چې د سیلاب او د اوبو د لوړېدو د خطرونو د مخنیوي لپاره د سیمې د اوسېدونکو د کورونو د خوندیتوب لپاره جوړ شوی و، د وېجاړېدو له امله د نړېدو په حال کې و، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د هڅو په پایله کې، د ۳۰ ګبیوني بکسونو په نصبولو سره احتمالي خطرونه په اغېزمنه توګه له منځه تللي دي. دا استنادي دیوال ۶۰ متره اوږدوالی او ۱ متر پلنوالی لري.
د څارنې په پای کې، اړوندو مسؤلینو ته د تخنیکي معیارونو، د خوندیتوب اصولو او د کارونو د چټک پرمختګ په اړه لازمې لارښوونې ورکړل شوې.

نېټه: ۱۴۴۷/۷/۱۶ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Mon, Apr 27 2026 6:58 PM
Background image

The Demolition Work on Five Hazardous Rock Masses in Kabul’s District 7 Begins

Today, On Monday, Molvi Abdul Wali Saranwal (Haji Waris), the Deputy for Coordinating Disaster Affairs at the Afghanistan National Disaster Management Authority, officially launched the. . .

Mon, Apr 27 2026 4:46 PM
Background image

A Technical Meeting was Held Between ANDMA and the ACTED Organization

A technical meeting between Afghanistan National Disaster Management Authority and the ACTED Organization was held with the participation of technical experts and officials from both. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .