د پېښو چارو د انسجام  او همغږۍ معین د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له ګودامونو څخه کتنه ترسره کړه

rahyab
Thu, Jan 01 2026 9:26 AM
123

محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث)، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د پېښو چارو د انسجام او همغږۍ معین، کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د دغه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له رئیس محترم مولوي شفیق‌الله جواد او مل پلاوي سره یوځای، د یاد ریاست د مرسته کېدونکو توکو د زېرمو له ګودامونو څخه لیدنه وکړه.

د دې کتنې پر مهال، محترم معین د ګودام بېلابېلې برخې وکتلې چې پکې د خوراکي او غیرخوراکي توکو زېرمې، بیړني تجهیزات، د معیاري ساتنې طریقې او د احتمالي طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي کچه په هر اړخیز ډول وارزول شوه.

د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلینو د زېرمو د موجوده وضعیت، د مرستو د وېش بهیر، لاسته راوړنو او بیړنیو اړتیاوو په اړه مفصل راپور وړاندې کړ او د مرکزي ادارې له ملاتړ او همکاریو یې مننه وکړه.

د پېښو چارو د انسجام او همغږۍ محترم معین د ترسره شویو هڅو او فعالیتونو څخه د رضایت څرګندونه وکړه او پر شفاف مدیریت، د مرسته کېدونکو توکو د کیفیت په ساتنه، د پېښو پر وړاندې فوري چمتووالی، د موجودو توکو د چک ‌لېسټ ترتیب (د مقدار، نېټې او کیفیت له اړخه) او د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا یې ټینګار وکړ، او د کاري بهیر د لا ښه والي لپاره یې لازمې لارښوونې وړاندې کړې.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۷/۱۱ هــ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Sep 13 2026 10:46 AM
Background image

An MoU on Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and the Humanitarian Organization for the People of Afghanistan

Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, received Engineer Pamir Safi, Deputy for Projects of the. . .

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .